۰
د ملي دفاع وزرت سرپرست:

ټاکنې به بحران ته نه ځي، واضح وایم، هېڅ ډول تاوتریخوالی ته به اجازه ورنه کړو

یکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۸
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هغه اندېښنو ته په غبرګون کې چې ګڼې ټاکنې به بحران ته ولاړې شي او تاتریخوالی به رامنځ ته شي خبرداری ورکړو چې هېڅ ډول تاوتریخوالي ته به اجازه ورنه کړي.
ټاکنې به بحران ته نه ځي، واضح وایم، هېڅ ډول تاوتریخوالی ته به اجازه ورنه کړو
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هغه اندېښنو ته په غبرګون کې چې ګڼې ټاکنې به بحران ته ولاړې شي او تاتریخوالی به رامنځ ته شي خبرداری ورکړو چې هېڅ ډول تاوتریخوالي ته به اجازه ورنه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد چې نن یکشنبې د لیندۍ ۳ مه د ښځینه جنرالانو په لومړي کنفرانس کې په کابل کې وینا کوله و ویل، چې امنیتي ځواکونه په ټاکنو کې بې طرفه و او اوس هم بې پرې دي.

نوموړي د ټاکنو کمېسیون له کړنو مننه وکړه ویې ویل دغه کمېسیونونو چې مشرانې یې مېرمنې دي تر پخوانیو هغو په خپلو کارونو کې ښه ځلېدلي او دا یې ثباته کړه، چې په ځینو مواردو کې مېرمنې تر نارینه وو ښه کارونه مخ ته وړي.

د خالد په وینا د ټاکنیزو کمېسیونونو تر څنګ د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو هم ثباته کړه، چې دوی په ټاکنو کې کامل بې پرې و او د هېڅ یوه سیاسي ګوند، ټیم، قوم، او لوري پلوي یې نه ده کړې، بلکې مسلکي چلند یې کړی دی.

ښاغلي خالد و ویل، د ناټو په غونده کې ان په ټاکنو کې د افغان ځواکونو د امنیت ساتنې او بې پرې توب ستاینه وشوه او ثباته شوه، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټاکنو کې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټاکنو کې هغسې چلند وکړ، لکه
ښاغلي خالد و ویل«زموږ سیاسیون دا درایت لري او انشااله ټاکنې به بحران ته نه ځي، زه واضح وایم، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه بې طرفه دي او هېڅ ډول خشونت او تاوتریخوالي ته، چې زموږ د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي اجازه نه ورکوو، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري، چې د دښمن هر ډول توطیې خنثی کړي، سیاسیون د خپل سیاست کوي موږ پرې کار نه لرو، خو خشونت په هېڅ ډول د منلو نه دی.»
څنګه چې د افغانستان د خلکو غوښتنه وه.

د ملي دفاع وزارت د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې دا هم و ویل، چې اوس له ولس سره ځینې داسې تشویشونه دي، چې ګڼې ټاکنې به بحران ته ولاړې شي او تاوتریخوالی به رامنځ ته شي.

نوموړي په دې اړه خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل افغان سیاسیون دا درایت لري، چې ټاکنې به بحران ته نه ځي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري، چې د هر ډول بحران مخینوی وکړي.

ښاغلي خالد و ویل«زموږ سیاسیون دا درایت لري او انشااله ټاکنې به بحران ته نه ځي، زه واضح وایم، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه بې طرفه دي او هېڅ ډول خشونت او تاوتریخوالي ته، چې زموږ د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي اجازه نه ورکوو، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري، چې د دښمن هر ډول توطیې خنثی کړي، سیاسیون د خپل سیاست کوي موږ پرې کار نه لرو، خو خشونت په هېڅ ډول د منلو نه دی.»

د ملي دفاع وزارت دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې همدا اوس د ټاکنو د کمېسیون او ځینو انتخاباتي ټکټونو تر منځ د رای د بیا شمېرنې په اړه اختلافات راوان دی.

له همدې امله په ځينو ولایتونو کې د ځینو انتخاباتي ټکټونو او د هغوی د ملاتړو له خوا د ټاکنو سیمه ییز دفترونه تړل شوي او ګواښ یې کړی که د دوی غوښتنې ونه منل شي، په لاریونونو به لاس پورې کړي.

د رایو د بیا شمېرنې د پروسې تر دوهم ځلي پیل او اختلافاتو څو ورځې وروسته د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې ګڼې په کندوز ولایت کې امنیتي ځواکونو د دوی پر ملاتړو اعتراض کوونکو ډزې کړې یو تن یې وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

خو د عبدالله دغه ادعا د کورنیو چارو وزارت له خوا په کلکه رد شوه ویې ویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په ټاکنو کې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې او په کندوز کې د ټاکنو پر سیمه ییز کمېسیون د طالبانو له خوا هاوان توغول شوی، چې له امله یې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

تر کورنیو چارو وزارت وروسته په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم په یوه ټوېټ کې و ویل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټاکنو کې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي