۰
د کرزي وروستیو څرګندونو ته د ارګ غبرګون:

د کرزي خبرې بې ځایه دي، بهر کې د خلکو استازی دولت دی نه سیاسی څېرې

دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۵
ارګ د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو ته چې ګڼې افغان حکومت د سولې پر وړاندې خنډونه جوړي او د بېجنګ په غونډه کې یې د ده له ګډون سره مخالفت کړی غبرګون ښودلی دی.
د کرزي خبرې بې ځایه دي، بهر کې د خلکو استازی دولت دی نه سیاسی څېرې
ارګ د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو ته چې ګڼې افغان حکومت د سولې پر وړاندې خنډونه جوړي او د بېجنګ په غونډه کې یې د ده له ګډون سره مخالفت کړی غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ د ښاغلي حامد کرزي دغه څرګندونې په کلک رد کړې او هغه یې د سولې په برخه کې د افغان حکومت د هڅو پر عکس او بې ځایه بللې دي.

ښاغلی کرزي په وروستۍ مرکه کې په حکومت تور پورې کړې، چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او د بېجنګ په بین الافغاني ناسته کې یې د ده او ځینو نورو مشرانو له ګډون سره مخالفت کړی دی.

هغه زیاته کړې«زما نوم په هغه نوم لړ کې و، چې باید د چین په غونډه کې ګډون وکړم، خو ښاغلي غني یې مخالفت وکړ، ما ته یې احوال راکړ، چې ګډون په کې ونه کړم، ما ورته ویل، په هغه صورت کې چې زما تلو ته اړتیا نه وي زه هم نه ځم او خپل نوم مې حذف کړ، خو وروسته مې ولیدل، چې هغه ځینو نورو مشرانو له ګډون سره هم مخالفت ښودلی، خو ما د نورو په ګډون ټینګار درلود.»

نوموړي ویلي، د افغانستان سوله د امریکا په لاس کې ده او تر هغه چې امریکا جګړه غواړي دلته سوله نه شي راتللی.

ښاغلی کرزي زیاته کړې اوس چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې اراده لري نو افغان حکومت ته په کار ده چې د سولې په برخه کې خنډونه جوړ نه کړي.

خو د ولسمشرۍ مانۍ ویاند صدیق صدیقي د کرزي دغه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ښاغلي کرزي د خپلې واکمنۍ پر مهال د سولې لپاره هېڅ لاس ته راوړنه نه درلوده.

نوموړي ویلي، د ښاغلي کرزي څرګندونې د هغه څه پر عکس بللې، چې افغان حکومت یې په ځانګړې توګه د سولې لپاره تر سره کوي.

صدیقي ویلي«موږ سولې ته کلک ژمن یو، پر وړاندې یې خنډ نه یو، موږ د سولې برابرونکي یو او په قوي اراده په دې برخه کې کار کوو.»

ښاغلي صدیقي زیاته کړې هېڅ کس حق نه لري، چې د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې تر سوال لاندې راولي او په وینا یې د کرزي دغه خبرې بې ځایه دي او د هغه څه پر عکس دي، چې افغان حکومت یې د سولې لپاره کوي.

د ارګ ویاند د بېجنګ په غونده کې د کرزي له ګډون سره د ولسمشر غني د مخالفت په اړه ویلي، چې په بهر کې د افغانستان د خلکو استازی دولت دی نه سیاسي څېرې.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي