۰

حامد کرزی: د بیان آزادي له جدي ګواښ سره مخ ده

دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۲
پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د بیان د آزادۍ پر محدودېدو اندېښنه وښوده وایي، په هېواد کې د بیان آزادي له جدي ګواښ سره مخ ده.
حامد کرزی: د بیان آزادي له جدي ګواښ سره مخ ده
پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د بیان د آزادۍ پر محدودېدو اندېښنه وښوده وایي، په هېواد کې د بیان آزادي له جدي ګواښ سره مخ ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي چې نن دوشنبې د لیندۍ ۴ مه کابل کې په همدې تړاو یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې په تېرو دریو کلونو کې په هېواد کې د بیان آزادي له ګواښ سره مخ شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د تېرو اتلسو کلونو یوه مهمه لاس ته راوڼه د بیان آزادي ده، خو له بده مرغه چې په ورستیو دریو کلونو کې دغه مهمه لاس ته راوڼه له جدي ګواښ سره مخ شوې ده.

ده و ویل، په دې وروستیو کې په مستقیمه توګه هغه کسان ګواښل کېږي چې د بیان د ازادۍ له حق په استفادې د سولې لپاره غږ اوچتوي.

پخواني ولسمشر و ویل« که د بیان ازادي دلته ګواښل کېږي نو افغانان له خپل یوه مهم حق بې برخې کېږي او افغانان باید له خپلې دغه حق دفاع وکړي»

ښاغلي کرزي ټینګار وکړو چې امنیتي ځواکونه باید د هېواد له ملي ګټو دفاع وکړي نه چې په سیاسي معاملو کې د ځینو ځانګړو شخصیتونو او کړیو له لوري وکارول شي.

د هغه په وینا امنیتي ځواکونه باید د اساسي قانون مواد، چې د بیان د ازادۍ حق یې خلکو ته ورکړی، ساتندوی وي.

حامد کرزي د بیان ازادي په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مهمه لاس ته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې د هغې ساتنه د هېواد د راتلونکې او ولسواکۍ لپاره مهمه ده.

ښاغلي کرزي ادعا وکړه، چې په دې وروستیو کې ځینې شنوونکو ته وروسته له دې چې په رسنیو کې خبرې وکړي له نامعلومو نمبرونو زنګونه وهل کېږي، د نه خبرو توصیه ورته کېږي او ګواښل کېږي.

نوموړي په دې برخه کې د یو شمېر شنونکو لکه محمد حسن حقیار، نظر محمد مطمین او ځینو نورو چې په تلېزیونونو کې تر خبرو کولو وروسته پرې بریدونه شوي یادونه وکړه او دا کار یې مطلقآ د بیان د آزادۍ خلاف عمل وباله.

هغه پر افغان حکومت هم غږ وکړ، چې د بیان د آزادۍ پوره درناوی او ستانه وکړي او پر وړاندې یې خنډونه جوړ نه کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا، اروپايي ټولنې، نړیوالې ټولنې او نورو نړیوالو ملاتړو وغوښتل چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د ساتنې لپاره مبارزه او همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي