واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت ته د مایک پمپیو پر ځای د بل کس د ګمارولو په لټه کې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټرمپ ادارې اعلان کړی، چې مایک پمپیو کېدای شي د امریکا سنا جرګې ته نوماند شي نو په دې صورت کې دوی اړ دی، چې بل ځای یې بل کس وټاکي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې سر له اوسه د ټرمپ اداره د بل کس په لټه کېده، چې کېدای شي د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین، د اقتصاد وزیر سټیون منوچین،په المان کې د امریکا سفیر ریچارډ ګرنل، د پمپیو مرستیال سټیون بیګن، د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی برایان هوک، سناتور مارکو روبیو او یا هم سناتور توماس کوتون د پمپیو ځای ناستی وټاکل شي.
خو وايي، ټرمپ لا نه پوهېږي چې څه پرېکړه وکړي؟ مګر په دې وروستیو کې ګڼو امریکايي چارواکو د پومپیو د څوکۍ لپاره خپل غوښتنلیکونه سپارلي دي.
په همدې حال کې سرچینې وايي، پومپیو هم لا تر اوسه د سنا جرګې ته د نوماندۍ پرېکړه نه ده کړې، خو لیدل کېږي چې ټرمپ غواړي پومپیو نوماند شي تر څو په سنا مجلس کې د جمهوري خواهانو ځای خالي نه شي.
ټاکل شوې چې پومپيو د ۲۰۲۰ کال د جون تر میاشتې پورې د سنا مجلس لپاره د نوماندنۍ د ثبت نام پروسې له بشپړېدو وړاندې خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل