پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا وايي، کېدای شي راتلونکې اوونۍ د وسله والو طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړی زیاتوي، چې لا هم د طالبانو د مشرتابه تر منځ د اوربند په کولو سلا مشورې رونې دي.
نوموړي نن چهارشنبې د مرغومي ۱۱ مه
جمهور خبري آژانس ته خبرو کې و ویل«د طالبانو د سیاسي او نظامي مشرانو تر منځ د سولې تړون له لاسلیک سره د هممهاله اوربند په اړه سلا مشورې لا هم روانې دي، او زیات احتمال چې د امریکا او طالبانو تر منځ به د سولې هوکړه د راتلونکې اوونۍ په جریان کې لاسلیک شي.»
د هغه په وینا اوس مهال د امریکايي لوي ټینګار له تړون وړاندې په اوربند دی خو طالبانو د امریکا دغه غوښتنې ته تن نه دی ورکړی او نه غواړي، چې داسې یو کار وشي.
خو وايي، د ده په فکر طالبانو نرمښ ښودلی او په لویو ښارونو او هغه ځایونو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاتوي، د بریدونو له کمولو سره موافقت کړی، خو په وینا یې دا خبره قطعي نه ده، او یوازې یو احتمال دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي و، چې کېدای شي د نوي میلادي کال د لومړۍ میاشتې په لومړیو کې د طالبانو او امریکا تر منځ تړون لاسلیک شي.
هغه دا هم ویلي و، چې د دغه تړون د لاسلیک مراسمو ته د روسیې په ګډون د ۲۰ هېوادونو استازي هم وربلل شي او دی به د روسیې په استازیتوب په کې ګډون وکړي.
د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ دوه اوونۍ وړاندې په قطر کې یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو خبرې پیل شوې، خو تر یوې اوونۍ وروسته دا دوه اوونۍ کېږي، چې خبرې ځنډېدلې دي.
ځینې راپورونه خو وایي، چې د دواړو لورو تر منځ په سوله خبرې نورې پای ته رسېدلې او یوازې د تړون لاسلیک پاتې دی، خو ځینې بیا وايي، کېدای شي د نوي میلادي کال له رخصتیو وروسته دغه خبرې یو ځل بیا پیل شي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض