۰

د امریکا او طالبانو رسمی خبرې خلاصې خو غیر رسمي لا هم روانې دي

شنبی ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۷
پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم الدین وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ رسمي خبرې پای ته رسېدلي، خو غیر رسمي خبرې لا هم دوام لري.
د امریکا او طالبانو رسمی خبرې خلاصې خو غیر رسمي لا هم روانې دي
پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم الدین وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ رسمي خبرې پای ته رسېدلي، خو غیر رسمي خبرې لا هم دوام لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې زیاته کړې، چې په رسمي خبرو کې د دواړو لورو تر منځ توافقات نهايي شوي دي او اوس دواړه لوري د تړون د لاسلیک، پر وخت، ځای او څرګنوالي په غیر رسمی ډول خبرې لري.

د هغه په وینا چې خلیلزاد دا مهال په دوحه کې دی او له طالبانو سره یې غیر رسمي خبرې لاهم دوام لري.

ښاغلي قلم الدین په دې اړه چې د سولې تړون به کله لاسلیک شي و ویل، چې توافقات ټول پای ته رسېدلي خو دا چې څه وخت به تړون وشي، څه نه شي ویلی.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته و ویل«د افغان سولې خبرې په سیمه کې موافقین او مخالفین لري، امکان لري د سولې تړون هېڅ لاسلیک نه شي او یا هم ډېر ژر لاسلیک شي، دقیق څه ځکه نه شم ویلی، چې دا مهال خبرې په یوه حساس پړاو کې دي.»

د یادونې ده، چې امریکا او طالبانو دوه اوونۍ مخکې خبرو کې پر ټول څه توافق کړی و، خو وروسته چې د امریکا له لوري د تاوتریخوالي مودې د غځولو غوښتنه مطرح شوه دغه خبرې یو ځل بیا ودرېدلې.

تر دې وروسته خلیلزاد بروکسل، اسلام آباد او کابل ته ولاړ او د یادو هېوادونو له چارواکو سره یې پر سوله خبرې اترې او معلومات یې ورکړل.

له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه او خبرو کې خلیلزاد ویلي، چې په وروستیو خبرو کې کوم پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی او دوی د تاوتریخوالي کمولو مودې په غځولو کې د طالبانو ځواب ته انتظار دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي