۰

شمالي کوریا: ډېر ژر به یوه ستراتېژیکه وسله نړیوالو ته ور وپېژنو

پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۳
د شمالي کوریا ولسمشر کېم جون اونګ وايي، ډېر ژر به یوه ستراتېژیکه او بې جوړې وسله نړۍ ته ور وپېژني.
شمالي کوریا: ډېر ژر به یوه ستراتېژیکه وسله نړیوالو ته ور وپېژنو
د شمالي کوریا ولسمشر کېم جون اونګ وايي، ډېر ژر به یوه ستراتېژیکه او بې جوړې وسله نړۍ ته ور وپېژني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اون ویلي له دې وروسته یې هېواد اړ نه دی، چې د وسلو د کنټرول او پراختیا د مخنیوي قانون ته ژمن پاتې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې نړیوالو ورسره په کړو ژمنه وفا ونه کړه، نو دوی هم د خپلو وسلو پراختیا ته ادامه ورکوي، او ډېر ژر به داسې ستراتېژیکه وسله وال نړیوالو ته وروپېژني، چې ساری ونه لري.

که څه هم د شمالي کوریا ولسمشر دا نه دي ویلي چې څه ډول وسله به نړیوالو ته وروپېژني خو تر دې وړاندې یاد هېواد تر ډېره بالستیکي توغندي جوړوي.

د یادونې ده، چې د کېم جون اونګ دغه تازه څرګندونو ته امریکا تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي