۰

له طالبانو جلا شوې ډلې یو مهم قوماندان هرات کې وژل شوی دی

پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې یو مهم قوماندان ملا نګیالۍ د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.
له طالبانو جلا شوې ډلې یو مهم قوماندان هرات کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې یو مهم قوماندان ملا نګیالۍ د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچینې په وینا ملا نګیالۍ او ملګري یې پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۸ مه د هرات ولایت زېرکو ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شوی دی.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دغه برید کې د ملانګیالي تر څنګ د هغه ۱۸ ملګري هم وژل شوي دي.

سرچینه دا هم وايي، چې په یاد برید کې تر اتو پورې ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

خو ځینې سرچینې وايي، په دغه برید کې تر ۲۰ ډېر وسله وال او همدومره ولسي وګړي وژل شوي دي.

د سرچینو د معلومات له مخې ملانګیالی د طالبانو د جلا شوې ملا محمد رسول د ډلې یو پیاوړی قوماندان و، چې څو ځله یې د طالبانو د اصلي ډلې د قوماندان ملا صمد د وسله والو سره هم جګړې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي