۰

پاکستان د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر منظور پښتین نیولی دی

دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۵
د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم لوړ پوري مشران وایي، د دوی د غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان د حکومت له خوا نیول شوی دی.
پاکستان د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر منظور پښتین نیولی دی
د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم لوړ پوري مشران وایي، د دوی د غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان د حکومت له خوا نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د دغه خبر پخلی کړي ویلي یې دي، چې منظور پښتین د پېښور د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

محسن دواړو په یوه ټوېټ کې ویلي، چې منظور پښتین تېره شپه د (سلواغې ۶ مه) د پېښور په تهکال سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

له دې سره سم پر خواله رسنیو د پي ټي اېم غړو او د لر پښتنو ویلی، که د دوی مشر منظور که منظور پښتون ترسبا راخوشی نشو ټول پښتانه نر او ښځې به راووځي او د پاکستان ټول سرکونه بند کړي.

دغه راز دوی ټینګار کړی، که پښتین ژر تر ژره راخوشی نه کړي، نو ټولې سرکارې ادارې به فلج کړي او د پښتون د ازادی ملی بيرغ راپورته کړي.

دوی وايي عیني او ذهني شرایط دواړه دې ته اماده دي، چې د پاکستان د فاشستي او پښتون ځپونکي نظام پر ضد انقلاب ته اماده دي او دوی به انقلاب کوي.

په ورته وخت کې دوی په ټوله نړۍ او لر و بر کې پر پښتونو غږ کړي، چې د پاکستان د سفارتونو او قونسلګریو مخکې لوی لوی لاریونونه وکړي، د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې د ظلمونو پر وړاندې غږ پورته کړي او د خپل حق غوښتنه وکړي.

د یادونې ده، چې د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي او د اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن داوړ پرته له کوم جرم نیولي او څو میاشتې یې زنداني کړي وو.

دغه راز تر دې وړاندې یې هم د یاد غورځنګ ګڼ شمېر نور غړي نیولي، زنداني کړي او ان ځینې یې په مرموز ډول وژلي هم دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي