۰

د علي وزیر ضمانت ومنل شو او زندانه را خلاص شو

سی شنبه ۹ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۷
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر ضمانت د پاکستان په ستره محکمه کې منل شوی او له زندانه راخوشی شوی دی.
د علي وزیر ضمانت ومنل شو او زندانه را خلاص شو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر ضمانت د پاکستان په ستره محکمه کې منل شوی او له زندانه راخوشی شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې علي وزیر له تېر یوه کال راهیسې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستاني ریاست له خوا زنداني شوی وو.

پر ده تور لګول شوی و، چې علي وزیر د پاکستان د ریاست ضد څرګندونو په تور نیول شوی او زندان ته کړل شوی دی.

خو د پي ټي اېم یا پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او غړي وايي، علي وزیر بې ګناه تر یوه کاله په زندان کې اچول شوی وو.

د هغه له زنداني کېدو څو موده وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي و، که علي وزیر له ده او د پاکستان له فوج څخه بښنه وغواړي نو خوشی به شي.

خو علي وزیر هغه مهال ویلي و، چې دی کومه ګناه نه لري او هېڅ کله به هم له چا بښنه ونه غواړي.

هغه ویلي و تر بښنې غوره کړي، چې په زندان کې وي.

علي وزیر چې د پاکستان د پارلمان برحاله غړی دی له تېر یوه کال راهیسې په کراچۍ کې په زندان کې پورت وو.

د غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو غړو یې زیاتې هڅې وکړي، چې له زندانه راخوشی شي، خو د پاکستان ریاست د دوی په وینا چې هېڅ سند یې هم نه درلود علي وزیر خوشی نه کړ.

منظور احمد پښتون پرون په کوټه کې د علي وزیر، اویس ابدال او د غورځنګ د نور زنداني غړو د خوشي کېدو په موخه یوه لویه غونډه هم جوړه کړې وه او په کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي غړو د خلاصون غوښتنه وکړه.

تر دغه غونډې یوه ورځ وروسته ښاغلي پښتون اعلان وکړ، چې د دوی مبارزې رنګ راوړ او د علي وزیر د خوشي کېدو ضمانت د پاکستان د سترې محکمې له خوا ومنل شو.
د یاد غورځنګ غړو نن سه شنبې د لیندۍ ۹ مه ویلي چې بې ګناه علي وزیر تر یو کال زنداني کېدو وروسته په ضمانت راخوشې شوی دی.

دوی پر پاکستاني حکومت تور پورې کړی دی چې له ترهګرو سره لاس لري خو هغوی چې سوله او امن غواړي نیول کېږي او د بېلو جرمونو په تور زندان ته اچول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي