۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ: پاکستان د په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي

چهارشنبه ۶ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۹
د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونو پلویانو او غړو په یوه ستره ولسي غونډه کې له پاکستان څخه وغوښتل، چې نور په افغانستان کې خپلې مداخلې او لاسوهنې د تل لپاره بندې کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ: پاکستان د په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي
د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونو پلویانو او غړو په یوه ستره ولسي غونډه کې له پاکستان څخه وغوښتل، چې نور په افغانستان کې خپلې مداخلې او لاسوهنې د تل لپاره بندې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جنوبي وزیرستان به مکین سیمه کې پرون سه شنبې د زمري ۵ مه راټولې شوې سترې ولسي غونده، کې د پاکستان د ریاست د ظلمونو او جبر پر ضد د امن غوښتلو نارې ختلې.

غونډې ته د غورځنګ مشر منظور احمد پښیتن، محسین داوړ او نور مخکښ غړي هم راغلي و او ټولو په یوه غږ په لر او بر افغان وطن کې د امن غوښتنه کوله.

په خواله رسنیو خپاره شوي انځورونه ښيي، چې غونډې ته زرګونه کسان راغلي او د غورځنګ مشرانو پر پاکستانۍ رسنیو نیوکه وکړه، چې د دوی د غونډې په اړه راپورونه نه خپروي.

د پي ټم ام مشر منظور احمد پښتین د پاکستان حکومت تورن کړ چې د ډیورېنډ کرښې په هاغې غاړې کې د پښتنو «خاوره د افغانستان په ضد» استعمالوي.

ښاغلي پښتین په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې کې د غونډې له ګډونوالو مننه کړې ده او لیکلي یې دي: «د نن جلسې پيغام ډېر واضح و چې موږ نور په خپله خاوره د هېچا جنګي پاليسي هم نه منو. د نن جلسه د ټول پښتون افغان وطن د امن لپاره وه، او مونږ نن ډېر واضح وويل چې په افغانستان کې دې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شئ، د افغانستان جنګ د کرښې دې غاړې ته (پاکستان کې پښتون ميشته سيمه) تباهۍ او بربادۍ راوړي.»

ښاغلي پښتین لیکلي دي چې پښتون ژغورنې غورځنګ به چاته اجازه ورنه کړي چې د پښتونخوا خاوره د افغانستان په ضد استعمال کړي.

هغه ویلي و، چې نور کله به افغانستان کې د جنګ لپاره په وزیرستان کې غوندې کېدې خو دا ځل د امن لپاره غونډې او بند وبست روان دی.

د پاکستان د سنا یو پخواني غړي او د سیاسي‌ چارو کارپوه افراسیاب خټک د پښتون ژغورنې غورځنګ د نننۍ غونډې په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي‌: «... په غونډې کې د پاکستان له لوري د افغانستان په ضد د نا اعلان شوي جګړې مخالفت وشو چې ولسي خلک وژني. دا له افغانانو، سولې او جمهوریت سره یو پیوستون و...»

تر دې دمه د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د دغې غونډې او د غورځنګ د مشر منظور پښتین د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو پاکستاني‌ چارواکي تل دا خبره کوي ‌چې هغوی په افغانستان کې «امن او سوله» غواړي او د دې کار لپاره هلې ځلې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي