۰

کاپیسا: د طالبانو په برید کې ۹ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي دي

سی شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې د د سیمه ییزه پاڅونوالو او طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کاپیسا: د طالبانو په برید کې ۹ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې د د سیمه ییزه پاڅونوالو او طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه (د سلواغې ۲۹ مه) د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې په حاجیان سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وايي، طالبانو په یاده سیمه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو د سنکر په نوم پوسته لومړی چاودنه او وروسته ډلیز برید کړی دی.

د هغه په وینا د طالبانو په برید کې ۹ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نشته.

طالبانو هم د برید مسوولیت اخیستی ادعا یې کړې، چې ۱۱ سرتېري یې وژلي او پوځي وسایل یې ترې وړي دي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي