۰

خلیلزاد: د ټاکنو ګټونکی ولسمشر غني دي، ټول شموله حکومت به جوړ شي

چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۷
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له ولسمشر محمد اشرف غني مننه کړې، چې د ولسمشرۍ د لوړې مراسم یې د راتلونکې مارچ میاشتې تر ۹ مې نېټې ځنډولې دي.
خلیلزاد: د ټاکنو ګټونکی ولسمشر غني دي، ټول شموله حکومت به جوړ شي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له ولسمشر محمد اشرف غني مننه کړې، چې د ولسمشرۍ د لوړې مراسم یې د راتلونکې مارچ میاشتې تر ۹ مې نېټې ځنډولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د مرستیالانو د لوړې مراسم ځنډول شوي او د روانې میاشتې په ۱۹ مه نېټه به تر سره شي.

تر دې وړاندې د ارګ سرچینو ویلي و، د لوړې د مراسمو لپاره چمتوالی روان دی او ټاکل شوې وه، چې سبا پنشنبې د کب ۸ مه به تر سره شي، خو ویل کېږي چې د ټاکنو پر سر په راولاړو شویو ستونزو امریکا او ځینو افغان سیاسیونو له ولسمشر غني غوښتنه کړې، چې د لوړې مراسم وځنډوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن چهارشنبې د کب ۷ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دی د ولسمشر د دغه پرېکړې چې د لوړې مراسم به د مارچ په ۹ مه تر سره کړي هرکلی کوي.

نوموړي ویلي«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم چې ټاکل شوې وه سبا تر سره شي، د مارچ تر ۹ مې نېټې ځندولي، زه د ولسمشر غني د دغه پرېکړې هرکلی کووم.»

هغه په یوه بل ټوېت کې ویلي، چې د ټاکنو د اعلان شویو پایلو سره سم ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی دی، خو ټول سیاسیون باید ډاده و اوسي، چې نوی دولت به ټول شموله او د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره سم جوړ شي.

دغه راز نوموړي په یوه بل ټوېټ کې زیاته کړې، چې د لوړې مراسمو ځنډول به د نوي حکومت د جوړېدو په اړه چې د ټولو افغانانو غوښتنې په کې نغښتې وي په اړه سلا مشورو ته ښه زمینه برابروي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي