۰

خلیلزاد د هند له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

شنبی ۳۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۸
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره تلېفوني خبرې کړې دي.
خلیلزاد د هند له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره تلېفوني خبرې کړې  دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه تلېفوني خبرو کې دواړو لوریو د افغانستان پر روان وضعیت، سولې او  په دې برخه کې په لاسته راوړنو خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي او  په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د هغه په وینا هند له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او دغه اړیکې په سوله او ثبات کې لا ښې پالل کېدلی او پراخېدلی شي.

خلیلزاد هم د خبرو په جریان کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند همکاري او ملاتړ وستایه او مننه یې ترې کړې ده.

د یادونې ده، چې خلیلزاد د طالبانو سره تر هوکړې وروسته تېره اوونۍ یو ځل بیا په قطر کې  له طالب استازو سره وکتل او له هغې وروسته یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره هم په افغان سوله خبرې وکړې او د ازبکستان له ځانګړي استازي سره هم.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي