۰

خلیلزاد د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره پر سوله غږېدلی دی

جمعه ۱۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۱۴
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر غږېدلی دی.
خلیلزاد د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره پر سوله غږېدلی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر غږېدلی دی.

د جمهور خبري آژانسد خبر له مخې اسلام آباد کې د امریکا سفارت پرون پنشنبې د چنګاښ ۱۱ مه خبرپاڼه کې ویلي، له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي او په دې برخه کې د پاکستان له هڅو څخه مننه کړې ده.

خلیلزاد په افغانستان کې د سولې ټینګېدل د سیمې د ثبات لپاره مهم بللي، ویلي یې دي، د افغانستان حکومت او طالبان د سولې خبرو پیلېدو ته نژدې شوي دي.

پر همدې مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت شاه محمود قریشي په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو د تبادلې د دوام غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د بین الافغاني خبرو لپاره د مذاکراتي ټيم او مصالحې عالي شورا له رامنځته کېدو څخه هر کلی کړی او زیاته کړې ده چې دواړه لوري باید تاوتریخوالی کم کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې شاه محمود قریشي د سولې بهیر په وړاندې د خنډونو جوړولو په اړه د ځینو ورانکارو عناصرو د هڅو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده چې د سولې خبرو د تخریبوونکو مخه باید ونیول شي.

د یادونې ده، زلمی خلیلزاد چې روانه اونۍ د افغان سولې په سفر پیل کړی، د تیرې سې شنبې په ورځ د منځنۍ اسیا هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د نورو اقتصادي مسائلو ترڅنګ د افغانستان د سولې د بهیر په اړه هم خبرې کړي وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي