۰

خلیلزاد: د دې وخت رارسېدلی چې زندانیان خوشي شي

پنجشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۶:۵۰
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه ټوېټ کې ویلي، چې د بندیانو د خوشي کولو وخت را رسېدلی دی.
خلیلزاد: د دې وخت رارسېدلی چې زندانیان خوشي شي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه ټوېټ کې ویلي، چې د بندیانو د خوشي کولو وخت را رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون چهارشنبې د کب ۲۸ مه څو پر له پسې ټوېټري پیغامونو کې ویلي، امریکا او طالبان د سولې موافقې پر اساس د بندیانو د پر سمدستي خوشي کېدو ټينګار کړی دی.

هغه په یوه ټوېټ کې ویلي«متحده ایالتونه غواړي چې د متحده ایالتونو او طالبانو د توافق سره سم، د بندیانو خلاصون ژر تر ژره پیل شي. که څه هم دواړو غاړو ژمنه کړې چې داسې به کوي، خو تر دې نیټې هېڅ بندیان نه دي خوشی شوی.»

افغان حکومت هم وایي، دوی غواړي، چې طالب زندانیان خوشي کړي خو ټینګار کوي، چې د زندانیانو خوشي کېدل باید افغان ولس او حکومت ته دا اجرائیوي ضمانت ورکړل شي، چې دغه زندانیان به بیا جګړې ته نه ګرځي.

ولسمشر غني له وړاندې د پنځو زرو طالب زندانیانو د خوشي کېدو فرمان صادر کړی، چې په لومړي پړاو کې د ۱۵۰۰ زندانیان او طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال د ۳۵۰۰ نورو خوشي کېږي.

خو د ولسمشر غني له دغه فرمان سره طالبانو مخالفت کړی او ټینګار کوي، چې له امریکا سره د کړې هوکړې پر اساس باید د دوی پنځه زره بندیان په یوه وار خوشي شي.

طالبان وایي، تر چې حکومت دغه زندانیان خوشي کړي نه وي د دوی او حکومت تر منځ مذاکرات نه شي پیل کېدای.

د طالبانو دا مخالفت د دې سبب شو، چې افغان حکومت هم د طالبانو د خوشي کولو لړۍ وځنډوي.

افغان حکومت لا هم ټینګار لري، چې خوشي کېدونکي زندانیان باید تعهد ورکړي، چې بیا به جګړې ته نه ګرځي.

خو خلیلزاد په بل ټویټري پیغام کې لیکلي: «طالبان ژمنه کوي چې خوشې شوي بندیان د سولې موافقې ژمنو ته وفادار پاته کیږي او د جګړې میدان ته به نه ځي»

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دې کار نه سرغړونه به د سولې پروسه کمزورې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي