۰

د سولې په تړاو د کابل، بېجنګ او اسلام آباد تر منځ غونډه وشوه

سی شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۱
د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع لپاره د ۲۰ هېوادونو تر غونډې وروسته د همدې اجماع او سولې په خاطر د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ هم درې اړخیزه غونډه وشوه.
د سولې په تړاو د کابل، بېجنګ او اسلام آباد تر منځ غونډه وشوه
د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع لپاره د ۲۰ هېوادونو تر غونډې وروسته د همدې اجماع او سولې په خاطر د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ هم درې اړخیزه غونډه وشوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه د ویډیويي کنفرانس غونډه نن سه شنبې د چنګاښ ۱۷ مه د افغان حکومت په کوربتوب تر سره شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند کابل کې خبریالانو ته و ویل، چې چې په دغه غونډه کې د یادو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او درې اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وشوې.

د هغه په وینا د دې ترڅنګ د ګډونوالو لخوا، د افغان سولې بهیر، د بندیانو تبادلې، له کرونا ویروس سره مبارزې او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه بحثونه وشول.

ګران هیواد وايي، چین او پاکستان د افغان حکومت په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ وکړ، د سولې خبرو ژرپیلېدو او د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټینګېدو باندې ټینګار وکړ.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په یاده غونډه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو هوکړه لیک پر پلې کېدو باندې هم ټینګار وشو.

دی زیاتوي، چین او پاکستان د سولې خبرو ژر پیلېدو په هدف د افغان حکومت لخوا د طالب بندیانو ازادولو هرکلی وکړ، او له طالبانو څخه یې هیله وکړه چې هر څنګه ژر کیږي د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د نن ورځې تر پایه به د یادې غونډې ګډه اعلامیه هم له رسنیو سره شریکه کړي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت تیره ورځ هم د سولې خبرو پیلېدو په هدف د ویډیويي کنفرانس له لارې د سیمه ییزې اجماع غونډه رابللې وه.

د افغانستان حکومت ویلي چې له دغو غونډو څخه هدف د سولې د مخامخ خبرو په اړه د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د تیرې ورځې د غونډو ګډونوالو د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمېدو، د اوربند ټينګېدو، د افغان سولې خبرو ژر تر ژره پیلېدو باندې ټینګار وکړ.

نوموړی زیاتوي، د غونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرو پیلېدو په اړه د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته لبیک ووايي.

ټاکل شوې د راتلونکي پنجشبې د افغان سولې بهیر په اړه د نړیوالې اجماع دریمه غونډه هم جوړه شي چې په وینايي د ملګرو ملتونو، ناټو او ځینو نورو هېوادونو استازې به پکې ګډون ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي