جاپان د یونسکو له لارې د افغانستان د بامیان ولایت د فرهنګي میراثونو د ساتنې او حفاظت لپاره د ۳.۸ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه مرستې د کېدو تړون پرون چهارشنبې د کب ۷ مه کابل کې د جاپان د سفیر او افغان حکومت تر منځ لاسلیک شوې ده.
د دغه موافقت پاڼې پر اساس کابل کې د جاپان سفارت د یونسکو له لارې د بامیان ولایت د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره ۳.۸ میلیون ډالر ورکوي.
کابل کې د جاپان سفیر وایي، دغه پیسې به په بامیانو ولایت کې پر هغه فرهنګي میراثونو چې د خطر سره مخ دي ولګول شي او دغه راز به یې ساتنه پرې وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل