د جاپان لومړی وزیر شینزو آبه وایي، هېواد یې په افغانستان کې د هغه سولې ملاتړ او مرسته کوي، چې مشري او مالکیت یې د افغان حکومت او افغانانو په غاړه وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي آبه دغه څرګندونې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د جاپان پلازمېنه توکیو کې د لیدنې پر مهال کړې.
ولسمشر چې وړمه ورځ د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودنې په مراسمو کې د ګډون په موخه تللی وو نن توکیو کې د جاپان له لومړي وزیر شینزو آبه سره کتلي دي.
د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دواړو لورو د انکشاف، د همکاریو د دوام، په افغانستان کې د پانګونې په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې، د سولې، ثبات او امنیت په اړه بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر د جاپان له مرستو د مننې تر څنګ ویلي، د افغانستان او جاپان خلک له ډېرو کلونو راهیسې ښې اړیکې لري. او دغه اړیکې دوامداره او ستراتېژیکې دي.
ښاغلي غني د د جاپان د مالي او سیاسي ملاتړ، د سولې په پروسه کې د افغان حکومت له دریځ او د جاپان د غیر حکومتي بنسټونو د مرستو څخه هم مننه کړې ویلي یې دي، چې د جاپان مرستې په مختلفو برخو کې د انکشاف لامل شوې دي او په اغېزناک ډول له دغو مرستو استفاده کېږي.
افغان ولسمشر دا هم زیاته کړې، چې په افغانستان کې د کانونو قوانین په معیاري ډول بدل شوي او د کانونو په برخه کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.
نوموړي د جاپان له لومړي وزیر نه غوښتي، چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي او خپل پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
په ورته وخت کې د جاپان لومړي وزیر هم له ولسمشر غني نه د مننې تر څنګ ویلي جاپان په مختلفو په ځانګړي ډول د ظرفیت لوړولو او سواد زده کړو په برخو کې د افغانستان د پراختیا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د هغه په وینا یې هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانانو د جدي مبارزې ملاتړ کوي او هڅه کوي، تر چې په افغانستان کې سوله او ثبات تامین شي.
د جاپان لومړي وزیر شینزو آبه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په معنی ده.
نوموړي ویلي، هېواد یې د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې د افغان حکومت او خلکو په رهبرۍ پرمخ یووړل شي او په دې برخه کې جاپان همکاریو ته اماده دی.
هغه همداراز د افغان سولې په اړه د بین المللي هڅو ستاینه وکړه او دغه راز یې له ولسمشر غني څخه وغوښتل، تر څو د شمالي کوریا پر وړاندې د جاپان د موقف ملاتړ وکړي.
د جاپان لومړي وزیر د افغانستان د کانونو د قوانینو معیاري کول د کانونو د استخراج او انکشاف په برخه کې لویه لاسته راوړنه بللې او د افغانستان پر کانونو پانګونې ته یې د خپل هیواد لېوالتیا وښوده.
جمهورخبري آژانس:کابل