۰

ملګرو ملتونو او هند هم د امریکا او طالبانو د هوکړې هرکلی وکړ

یکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۵
ملګرو ملتونو او هند هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې د لاسلیک هرکړی وکړ او دا یې د افغانستان د سیاسي جوړجاړي په برخه کې مهم پرمختګ وباله.
ملګرو ملتونو او هند هم د امریکا او طالبانو د هوکړې هرکلی وکړ
ملګرو ملتونو او هند هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې د لاسلیک هرکړی وکړ او دا یې د افغانستان د سیاسي جوړجاړي په برخه کې مهم پرمختګ وباله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دغه تړون تر لاسلیک وروسته وروسته ویلي، په افغانستان کې د دایمي روغې جوړې لپاره د دغو هلوځلو هرکلی کوي.

د ښاغلي ګوتریش ویندوی سټېفن دویاریک په نیویارک کې په یوه بیان کې ویلي، چې سرمنشي په افغانستان کې د تلپاتې سیاسي حل لارې لپاره د هلوځلو هرکلی کوي او کابل او دوحه کې د نن اعلانونه په دې برخه کې مهم انکشافات دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په ټول افغانستان کې د افغانانو د ګټې لپاره د اورکم د دوام پر اهمیت ټینګار کوي.

دغه راز هغه ویلي، ښاغلي ګوتریش د هراړخیزې سولې د پروسې او د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د چاپېریال د برابرېدو په خاطر د ټولو افغان خواوو د هلوځلو دوام تشویقوي.

په ورته وخت کې هند هم د دغه هوکړې هرکلی کړي ویلي یې دي، هند هیله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه به د نړیوال تروریزم له ماتولو سره مرسته وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د هند پالیسي تل دا ده چې د هغو ټولو فرصتونو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات له راوستلو سره مرسته کولی شي، تاوتریخوالی پای ته رسوي، له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کوي، او د افغانانو په مشرۍ د خبرواترو له لارې د تلپاتې سیاسي حل سبب کېږي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه پرون ماښام د قطر پلازمېنه کې، د خلیلزاد او ملا عبدالغني برارد تر منخ لاسلیک شوه.

د دغه تړون پر اساس به بهرني ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وځي، افغان حکومت او طالبان به یو د بل ۶ زره جنګیالي خوشي کوي او دغه راز به په لسو ورځو کې بین الاافغاني خبرې پیلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي