۰
ګوترش:

د کرونا پر ضد ګډې، جدي او پیاوړې مبارزې ته اړتیا ده

دوشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۸
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وایي، نړۍ له داسې ناوړه ناروغۍ سره مخ ده چې په تاریخ کې یې هیڅ نمونه نه ده تکرار شوې.
د کرونا پر ضد ګډې، جدي او پیاوړې مبارزې ته اړتیا ده
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وایي، نړۍ له داسې ناوړه ناروغۍ سره مخ ده چې په تاریخ کې یې هیڅ نمونه نه ده تکرار شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په یوې مقاله کې لیکلي، کرونا ویروس هغه ناوړه ناروغي ده چې نړیوال یې اندېښمن کړي دي.

نوموړی وایي، دا ناروغي چې په ډېر شدت سره ټولې نړۍ ته د خپرېدو په حال کې ده ورسره اندېښنې ډېرې شوې دي او ټوله نړۍ یې د روغتیایي، اقتصادي او سیاسي کشمکشونو سره مخ کړې ده.

ګوترش لیکلي، چې نړۍ باید د وېرې پر ځای له یو بل سره په ګډه د دې ناوړه ناروغي پر وړاندې جدي او پیاوړې مبارزه وکړي. نوموړي د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره تر ټولو غوره لار یووالی او ګډ کار بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي