۰
مایک پمپیو:

د طالبانو تاوتریخوالی د منلو نه دی، ژر د بین الافغاني خبرو ته چمتو شي

پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۳
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، د طالبانو تاوتریخوالی نور د منلو نه دي او دغه ډله ژر تر ژره باید په کړې هوکړه عمل وکړي.
د طالبانو تاوتریخوالی د منلو نه دی، ژر د بین الافغاني خبرو ته چمتو شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، د طالبانو تاوتریخوالی نور د منلو نه دي او دغه ډله ژر تر ژره باید په کړې هوکړه عمل وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو په تازه څرګندونو کې  ویلي، طالبان باید د سولې لپاره مذاکراتو کې د پرمختګ په موخه تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړي ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري اوسنی روان تاوتریخوالی نور امریکا ته د منلو نه دی.

د هغه په وینا طالبان باید د هوکړې له مخې تاوتریخوالی کم کړي او ژر تر ژره بین الافغاني خبرو ته تیاری ونیسي او په دې توګه دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.

هغه ویلي طالبانو تر دې دمه هوکړې ته ژمنتیا ښودلې او ددې وخت دی چې د تاوتریخوالي په کمولو خپله ژمنتیا نوره هم ثابته کړي.

پمپیو یو ځل بیا د سولې لپاره د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم د اعلان هرکلی کړی دی او هغه یې د راتلونکو پرمختګونو لپاره مهم ګام بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي