۰
ملګري ملتونه:

د افغان کډوالو د راتګ روان بهیر به بشري ناورین رامنځ ته کړي

پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان ته د زرګونه کډوالو پر راتګ اندېښنه ښودلې ده او وايي دغه بهیر به په دې هېواد کې بشري ناورین رامنځ ته کړي.
د افغان کډوالو د راتګ روان بهیر به بشري ناورین رامنځ ته کړي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان ته د زرګونه کډوالو پر راتګ اندېښنه ښودلې ده او وايي دغه بهیر به په دې هېواد کې بشري ناورین رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي په وروستیو اونیو کې له پاکستان او ایران زرګونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي چې د کرونا ویروس د پراختیا وېره یې ډېره کړې ده.

د یادې  کمېشنرۍ ویاند بابر بلوڅ وايي لا هم زرګونه کډوال له ایران او پاکستانه، افغانستان ته ستنېږي، چې په دغه هېواد کې به د کرونا ویروس د پراختیا وېره ډېره کړي.

نوموړي د ګډاوالو له راتګ سره نه یوازې د کرونا د ډېر خپرېدو وېره دغه بلکې، د دغه هېواد کمزوری روغتیايي سیستم به له جدي خطرونو سره مخ کړي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر نړیوالو موسسو او بنسټونو غږ کړی چې د دغه بحران د پای لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي ځکه که دا لړۍ همداسې دوام وکړي نو ښايي افغانستان له بشري ناورین سره مخ کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په دې تړاو اندېښنه ښودلې وه او ان د کرونا د مخینوي لپاره یې له طالبانو غوښتي، چې اوربند ته غاړه کېږي او جګړه پرېږدي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي وو دوی هڅه کوي، چې په افغانستان کې هم د یمن په څېر اوربند وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي