د امریکا د بهرنیو چارو ورازت پخوانی سلاکار بارنت روبین وايي، افغان حکومت دې د سولې د راوستو لپاره د قوي ضمانت د موجودیت په صورت کې د طالبانو بندیان خوشي کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي دیپلومات او د افغانستان د مسایلو څارونکي زیاته کړې، د طالبانو وروستیو دریځونو ته په کتو ښکاري چې دغه ډله د سولې غوښتونکې ده خو د باور فضا پیاوړتیا ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړې، افغان حکومت ته په کار ده چې زړور اقدام وکړي او د قوي ضمانت د موجودیت په صورت کې دې د طالبانو بندیان خوشي کړي.
دی وایي له دې پرته بله لار نشته ده او د دې اړتیا ده چې په افغانستان کې باید اوربند رامنځ ته شي.
هغه ټینګار کوي چې که پر دې مسئله لږ دقیق او رښتینی کار وشي نو د دې امکان شته چې په افغانستان کې اوربند رامنځ ته او دایمي سولې ته لار هواره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل