سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د یوه مارغه د ښکار پر سر شخړه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون پنشنبې د غوايي ۱۸ مه مازیګر مهال د پروان ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، پېښه د پروان مرکز چاریکارو شپږ کیلومترۍ کې په سیدخېلو ولسوالۍ کې شوې، چې یو تن په کې وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
نوموړې وايي، د پېښې عامل نیول شوی دی او دا مهال په امنیه قوماندانۍ کې ترې پلټنې روان دي.
د یادونې ده، چې تېره میاشت هم د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د ترو د زامنو تر منځ د ښکار پر سر شخړه کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل