سیمه ییز چارواکي وايي، د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلمیار په ولسوال ځانمرګی برید شوی او ټپي شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دغه برید پرون د عبرګولي اوله د جلال آباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند د فارم هډې په سیمه کې رامنځ ته شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، پلي ۱۶کلن ځانمرګي برید کوونکي د چپرهار د ولسوال صدیق دولتزي له موټریز کاروان سره ځان وهلي دی او چاودنه یې کړې ده.
دی وايي، په دغه برید کې ولسوال او د هغه زوی ټپیان شوي، خو روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار