۰

کندوز کې ماین چاودنې ۷ کارګر وژلي دي

سی شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۵
سیمه ییز چارواکي وايي، کندوز ولایت کې د کارګرانو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۷ تنه یې وژلي دي.
کندوز کې ماین چاودنې ۷ کارګر وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، کندوز ولایت کې د کارګرانو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۷ تنه یې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۲ مه د کندوز د خان آباد ولسوالۍ په ځنګل باشي سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، د کارګرانو موټر په یاده سیمه کې د سړک د غاړې په ماین ختلی، چې ۷ تنه یې وژلي او ۶ ټپیان دي.

دی زیاتوي، ټپیان ټول روغتون ته لېږدول شوي، چې د څلورو تنو روغتیايي حالت نازک او دوه تنه د ډاډ وړ دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیتسی.
 
جمهورخبري آژانس:کندوز
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي