۰

وردګو کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید مرګ ژوبله نه لري

پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې میدان وردګ ولایت کې د افغان ځواکونو یوې پوستې ته نېږدې موټر بم برید شوی خو په وینا یې مرګ ژوبله نه لري.
وردګو کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید مرګ ژوبله نه لري
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې میدان وردګ ولایت کې د افغان ځواکونو یوې پوستې ته نېږدې موټر بم برید شوی خو په وینا یې مرګ ژوبله نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن پنشنبې د چنګاښ ۱۹ مه د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شېخ آباد په سمیه کې شوي دی.

د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزی وايي، موټر بم برید هدف ته تر رسېدو مخکې چاودنه کړې، چې په کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د والي ویاند زیاتوي، چې د سیمې خلکو ته مالي زیانونه رسېدلي او په برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په سیمه کې عیني شاهدان هم د برید د پخلي تر څنګ وايي، په برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی خو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د کندهار په شاولي کوټ ولسوالي کې د پولیسو په یوه مرکز په موټر بم برید کې ۴ پولیس وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي