سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل قرباغ ولسوالۍ کې دوه پولیس د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د چنګاښ ۲۸ مه د کابل د قرباغ ولسوالۍ په قلعه موسی په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د قرباغ ولسوال محمد حنیف صدیقي ویلي، موټر سایکل سپرو وسله والو دوه تنه پولیس په ډزو وژلي او په تېښته بریالي شوي دي.
تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل