۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

د طالبانو په جامه کې د بهرنۍ لوبې او دسیسې پلي کېدو ته اجازه نه ورکوو

سی شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۰
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وایي، افغان حکومت سوله غواړي او ورته ژمن دی، خو نه پرېږدي چې پردۍ دسیسې دلته پلې شي.
د طالبانو په جامه کې د بهرنۍ لوبې او دسیسې پلي کېدو ته اجازه نه ورکوو
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وایي، افغان حکومت سوله غواړي او ورته ژمن دی، خو نه پرېږدي چې پردۍ دسیسې دلته پلې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی محب چې پرون دوشنبې د چنګاښ ۳۰ مه د یوه پلاوي په مشرۍ د امنیت ارزونې په موخه ننګرهار ته تللی و، دغه څرګندونې هلته کړې دي.

ښاغلي محب ویلي، افغان حکومت له طالبانو سره سوله غواړي، خو د طالبانو په جامه کې د بهرنۍ لوبې او دسیسې پلي کېدو ته اجازه نه ورکوي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب له ځایي چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په دغه ولایت کې د اصلاحاتو لړۍ باید په بې طرفانه توګه مخ ته لاړه شي او د ننګرهار د امنیت لپاره دې اړین اقدامات ترسره شي.

نوموړي د سولې په اړه ویلي له طالبانو سره د سولې غوښتونکي دي، خو اجازه نه ورکوي چې د طالبانو په جامه کې پردۍ دسیسې او لوبې دلته پيل شي او بهرني جنګیالي په افغانستان کې خپلو ورانکاره فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

ښاغلي محب زیاته کړې، افغان حکومت په دې ښه پوه دی چې دسیسې چېرته جوړېږي او د روان ناورین اصلي جرړه چېرته ده، نو له همدې امله په پوره احتیاط له مسایلو سره برخورد کوي.

د یادونې ده، چې له ښاغلي محب سره په دغه سفر کې د ملي امنیت لوی رئيس، د کورنیو چارو وزیر، د سیمه ییزو ارګانونو مرستیال او د دفاع وزارت لوی درستیز ملتیا کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي