۰

ننګرهار کې له دوه پوځي اډو امریکايي ځواکونه وتلي دي

پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۲
سیمه ییز چارواکي وايي، امریکايي ځواکونه ننګرهار ولایت کې له دوه پوځي اډو وتلي او دغه اډې یې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.
ننګرهار کې له دوه پوځي اډو امریکايي ځواکونه وتلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، امریکايي ځواکونه ننګرهار ولایت کې له دوه پوځي اډو وتلي او دغه اډې یې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې امریکايي ځواکونه په تېرو دوه ورځو کې د ننګرهار په هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې له دغه دوه پوځي اډو وتلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې هغوی له وتلو سره سم دغه اډې ننګرهار کې مېشت افغان ځواکونو ته سپارلې او اوس د سیمې امنیت د افغان ځواکونو له خوا کنټرولېږي.

د یادونې ده، هغه پوځي اډې چې امریکایي ځواکونو افغان ځواکونو ته پرېښې  تر دې وړاندې دواړو لورو په کې د داعش ضد جګړې لپاره کار ترې اخیست.

امریکايي ځواکونه په داسې حال کې په ننګرهار کې له دوه پوځي اډو وځي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزارت تایید کړې وه، چې د دوی ځواکونه له پنځو اډو وتلي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي