سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د هلمند – کندهار پر لویه لار د افغان ځواکونو په یوه مرکز وسله والو طالبانو موټر بم برید کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید پرون یکشنبې د زمري ۵ مه د کندهار – هلمند پر لویه لار د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ د لومړۍ شهرا پر سر د افغان ځواکونو په مرکز شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په دغه دوه موټر بم بریدونو کې ۲ افغان سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې دا په تېرو دریو ورځو کې دوهم برید چې د کندهار – لښکرګاه په لویه لار پر افغان ځواکونو تر سره کېږي.
جمهورخبري آژانس:هلمند