د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د جهمور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلي اتمر او ښاغلي کاملوف پرون جمعه د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، په دغه تلېفوني مکامله کې د بین الاافغاني مذاکراتو د کوربه توب پر موضوع هم بحث وشو.
د هغه په وینا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړي، چې هېواد یې د سولې فضا په ایجاد او د بین الاافغاني مذاکراتو کوربه توب ته چمتو دی.
افغانستان او ازبکستان دغو مشرانو د سوداګرۍ د پراختیا تر څنګ افغانستان ته د وارداتي برېښنا پر موضوع هم بحث وکړ.
د یادونې ده، چې ښاغلي اتمر له دې وړاندې د تاجکیستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم پر سوله خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل