د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منخ د بین الافغاني خبرو د پیل په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم دوحې ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې نن شنبې د وږي ۲۲ مه د قطر په مشهور هوټل شریتون کې پیل شي.
د افغان حکومت پلاوي سره د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هم قطر ته رسېدلي دي.
د خبرو د پیل مراسم به د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په وینا پیل شي او وروسته به د حکومت په استازیتوب ډاکتر عبدالله او د طالبانو په استازيتوب ملا عبدالغني برادر ویناوې وکړي.
د دغه خبرو په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پميو هم قطر ته رسېدلی دی او د دغه خبرو د پیل هرکلی یې کړی دی.
پميو وایي خبرې به جنجالي خو په وینا یې دا په افغانانو پورې اړه لري، چې د افغان ولس په خوښه له جګړې پرته حکومت جوړ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغه مذاکراتو پیل تاریخي وباله وايي، له ۲۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره دا فرصت پیدا شوی چې افغانان په خپلو کې سره کېني او د هېواد د راتلونکي په اړه خبرې کوي.
هغه د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په موټریز کاروان شوي برید ته په اشارې ویلي، ډېری ورنکاري شته چې په افغانستان کې سوله نه غواړي.
پمپیو د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو وایي دوی غواړي امریکا په دې ځای کې ښکېله پاتې شي نو ځکه نه غواړي، چې د سولې خبرې پر مخ ولاړې شي او افغانستان ته سوله راشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دا چې اکثریت افغان ولس سوله غواړي نو ځکه امریکا هم په همدې تمرکز کوي.
مایک پميو خپلو سرتېرو وتلو ته په اشارې وايي، چې د سرتېرو ایستل به په شرایطو پورې تړلي وي.
هغه زیاته کړې د هېڅ امریکایي عسکر نه پاتې کیدل پدې پورې اړه لري چې طالبان د سولې په موافقې کې څومره پخپلو ژمنو درېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، طالبانو جدي ژمنې کړې او په وینا یې دوی هم تمه لري چې هغوی به پخپلو ژمنو ودرېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل