۰
خلیلزاد:

په بین الافغاني خبرو کې به نه منځګړی وي نه اسانچاری

شنبی ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په درشل کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، په دغه خبرو کې به نه بل منځګړی وي او نه هم اسانچاری.
په بین الافغاني خبرو کې به نه منځګړی وي نه اسانچاری
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په درشل کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، په دغه خبرو کې به نه بل منځګړی وي او نه هم اسانچاری.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ویلي، دا خبرې به یوازې او یوازې د افغانانو تر منخ وي، خو که یې مرستې ته اړتیا درلوده امریکا چمتو ده.

خلیلزاد د دغه خبرو د پلېدو په درشل کې پرون خبریالانو ته و ویل، چې دا وار به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي تر څو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړشي.

ده زیاته کړه«اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌ وي، موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌ يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که ‌یې مرستې ته اړتیا نه ‌درلوده، پروا نه ‌لري، ښه خبره به وي.»

دی وايي، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

ټاکل شوې، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې نن شنبې د وږي ۲۲ مه د قطر په مشهور شریتون هوټل کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په وینا پیل شي.

په دغه مراسمو کې به د افغان حکومت له لوري د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د طالبانو له لوري به ملا عبدالغني برادر ویناوې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي