۰
محب:

د سولې پروسه کې به په تېرو لاس ته راوړنو معامله ونه شي

یکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۲
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، د سولې په بین الافغاني خبرو کې په د تېرو دوه لسیزو په لاس ته راوړنو هېڅ ډول معامله ونه شي.
د سولې پروسه کې به په تېرو لاس ته راوړنو معامله ونه شي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، د سولې په بین الافغاني خبرو کې په د تېرو دوه لسیزو په لاس ته راوړنو هېڅ ډول معامله ونه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې د ولسي جرګې د مشر میرحمان رحماني او یو شمېر وکیلانو سره په لیدنه کې کړې دي.

د ملي امنیت شورا نن یکشنبې د وږي ۲۳ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، په دغه لیدنه کې محب ټینګار وکړ، چې افغان حکومت به د سولې په خبرو کې په د تېرو ۱۹ کلونو په لاس ته راوړڼو په ځانګړي ډول د ښځو او بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن پاتي شي.

ښاغلی محب وايي، افغان دولت په هیواد کې د سولې د ټینګښت په موخه ټول اړین ګامونه اخیستي او اوس د دې وخت دی څو طالبان هم ثابته کړي، چې په افغانستان کې سوله غواړي او د دې هدف لپاره باید واقعي ګامونه واخلي او د هېواد شته ارزښتونه ومني.

محب دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې.

د دغو مذاکراتو په پرانست غونډه کې اکثرو ګډونوالو د تېرو دوو لسیزو پر خوندي ساتلو ټینګار او ژر تر ژره د اوربند په کولو ټينګار وکړ.

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانانو ژوند زیات بدلون موندلی او تېر وخت ته بېرته ورتګ د افغانستان خلکو ته د ملنو نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم و ویل، چې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو مرکچي پلاوي د افغانستان د دوو لسیزو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پرمختګونه خوندي وساتي او ورته وده ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي