۰

خلیلزاد: روان تاوتریخوالی د منلو نه دی باید کم شي

دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۵
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د منلو نه دی او ښکېلې غاړې باید تاوتریخوالی کم کړي.
خلیلزاد: روان تاوتریخوالی د منلو نه دی باید کم شي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د منلو نه دی او ښکېلې غاړې باید تاوتریخوالی کم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په یوه تازه ټوطټ کې ویلي، په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، د دغه تاوتریخوالي، نښتو او بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نوره د منلو وړ نه ده.

خلیلزاد وايي، په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي نو ښه به وي چې ښکېلې خواوې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګامونه اوچت کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي، چې روان تاوتریخوالی خواشینوونکی دی او اړینه ده چې ښکېلې خواوې ژر تر ژره جګړې کمې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي