۰

هلمند کې یوه نفوذي کس د قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژلي دي

چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۸
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوه نفوذي برید په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژل شوي دي.
هلمند کې یوه نفوذي کس د قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوه نفوذي برید په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د تلې اوله سهار مهال د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

یوه امنیتي سرچینه وایي، یو تن نفوذي کس د پولیسو په یوه پوسته کې له هغوی سره د سهار تر چای څښلو وروسته پر پولیسو برید کړی او د قوماندان عبدالباري په ګډون یې پنځه پولیس وژلي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم د برید پخلی کوي خو وايي، په دغه پېښه کې درې پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په غزني کې ولایت کې هم د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۷ پولیس وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي