۰
اروزګان:

په جګړه کې ملکي وګړو، افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې د دواړو لورو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په جګړه کې ملکي وګړو، افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې د دواړو لورو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جګړه تېره شپه د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په ښکته لنډیانه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د اروزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري وایي، طالبانو په یاده سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې د پوستې د قوماندان په ګډون درې ملي پولیس وژل شوي دي، خو په ځوابیه برید کې د څو قوماندانانو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

قوماندان خنجري زیاتوی، چې په دغه جګړه کې لس ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له تېرو دریو اوونیو راهیسې یې په دهراود ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او کلابند کړې یې ده.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي