ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بریدونه مات او پر شاه تمبولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن دوشنبې د لیندۍ ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون د پنجوايي ولسوالۍ په بلغور، چرخ آب او ګلباغ سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونه چې په فعال دفاعي حالت کې د طالبانو د بریدونو مخنیوی وکړ او هغوی یې په شاه وتمبول.
ملي دفاع وزارت وايي، په جګړه کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دغه راز سرچینې زیاته کړې، چې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
دفاع وزارت په جګړه کې د خپل لوري او ولسي وګړو د زیان په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلي.
جمهورخبري آژانس:کابل