۰

کابل ته مقناطسي ماین لېږدونکي نیول شوي دي

شنبی ۱۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۱
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، امنیتي ځواکونو هغه پنځه تنه نیولي، چې غوښتل یې پلازمېنې کابل ته مقناطسي ماینونه ولېږدوي.
کابل ته مقناطسي ماین لېږدونکي نیول شوي دي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، امنیتي ځواکونو هغه پنځه تنه نیولي، چې غوښتل یې پلازمېنې کابل ته مقناطسي ماینونه ولېږدوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د مرغومي ۱۳ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته پر فسبوک پاڼه لیکلي، د ملي امنیت ځواکونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مقناطسي ماین د پنځو تنو لېږدونکو په نیولو توانېدلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه پنځه تنه مقناطسي ماین لېږدونکي کابل کې نیول شوي، چې په نیول کېدو سره یې د خونړیو پېښو مخه ونیول شوه.

صالح په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو زیاتوي، چې درې ته غله چې د یوه ټکسي موټر چلوونکی یې په ډېر وحشیانه ډول وژلی او غوښټل یې تېښته وکړي هم نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه قاتلین غله د کابل ښار د ۱۶ مې ناحیې اړوند سیمو کې نیول شوي دی.

ښاغلی صالح وايي، دشت برچي کې د یوه ځان د وژل کېدو په اړه هم د قاتل درک لګېدلی او امنیتي منسوبین د وژل شوي کس د کورنۍ سره په تماس کې دي.

همدارنګه صالح زیاته کړې، چې د کابل موسهی کې تر یوه پله لاندې اېښودل شوی ماین هم کشف او خنثی کړی شوی دی.

د هغه په وینا دغه ریموټ کنټرول ماین چې په افغانستان کې نه پېدا کېږي په پاکستان کې یې هم د پېر لپاره د دولت اجازې ته اړتیا ده.

نوموړ ویلي، دا چې دغه ډول تختې څه ډول د پاکستان له لوري طالبانو ته د ډالي په توګه ورکول کېږي، جزیات به یې له ولس سره شریک کړی شي.

د ولسمشر لومړی مرستال د چهلستون په سیمه کې پر یوه موټر مقناطسي ماین چاودنې ته په اشارې ویلي، تجربو ښودلې، کله چې موټر چلوونکي خپل موټر په ډېره بې احتیاطۍ په سرایو او ورکشاپونو کې نه ډاډه پرېږدي هلته انفجاري مواد په کې ځای پر ځای کېږي.

د هغه په وینا دوهمه تجربه هم دا ده، چې کله موټر په سړک ورو کېږي او یا هم درول کېږي نو مقناطسي ماین نښلوونکي په بېړه خپله کار کوي او بیا بل کس ته زنګ وهي، چې کار وشو.

دی وایي، دویم کس څو دقیقې وروسته له ماین سره تړلي تلېفون ته د مسج لېږلو په واسط یو ځای چاودنه ورکوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال له هېواد والو غوښتي، چې د دغه ډول ماین اېښودنو په خاطر د خپلو موټرو ته زیات متوجه اوسي.

د هغه په وینا که څه هم د دغه کار د مخنیوي لپاره زیات تخنکي کارونه شوي او ډېره بریده یې د ده په خبره د طالب وحشیانو دغه عمل چې عام وګړي وژني مخنیوی وکړي، خو وایي، دغه صفر شوې نه ده، چې انشاالله صفر به هم کړی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي