۰

ننګرهار کې ۱۷ طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۷
سیمه ییزچاواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان هوايي ځواک په برید کې د دوه قوماندانو په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ننګرهار کې ۱۷ طالبان وژل شوي دي
سیمه ییزچاواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان هوايي ځواک په برید کې د دوه قوماندانو په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر طالبانو دغه بریدونه پرون سه شنبې د مرغومي ۳۰ مه د سپین غر ولسوالۍ د مامند درې په وچه ژوره او د سره رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه برید کې د دوه قوماندانو په ګډون ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

سرچینې د وژل شویو طالبانو قوماندانو نومونه عبدالزاده مشهور په سنګري او برج یاد کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي