۰

امریکا رسمآ ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د جایزې ورکړه اعلان کړه

سی شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ، ۷ افغان وژل شویو مېرمنو ته د افتخاري جایزو ورکړه رسماً اعلان کړه.
امریکا رسمآ ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د جایزې ورکړه اعلان کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، ۷ افغان وژل شویو مېرمنو ته د افتخاري جایزو ورکړه رسماً اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه افغان مېرمنې تېر میلادي کال په افغانستان کې په بېلابېلو حملو کې وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره شپه (د کب ۱۸مه) په یوه ویډیويي پیغام کې د دغه مېرمنو نومونه اعلان کړل.

په ټوله کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ۲‍۱ ښځو ته د زړورتیا جایزه ورکړل شوه چې ۷ تنه یې د افغانستان وې.

فاطمه خلیل، مریم نورزاد، فرشته، فاطمه رجبي، ملالې میوند شرمیلا فروغ او فرشته کوهستاني هغه وژل شوې افغان مېرمنې دي، چې دغه جایزه به تر لاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هرکال ځینو هغو ښځو ته د زړورتیا جایزه ورکوي چې په خپل هېواد کې يې د خلکو او ټولنې سمون ته اغېزناک کارونه کړي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي