۰
محب:

افغانستان پیاوړی پوځ لري، د بهرنیو ځواکونو حضور ته نه مرستو ته یې اړتیا ده

شنبی ۲۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۱
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، افغانستان اوس هغه پخوانی نه دی، بلکې پیاوړی پوځ لري خو په دې برخه کې لا هم د نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.
افغانستان پیاوړی پوځ لري، د بهرنیو ځواکونو حضور ته نه مرستو ته یې اړتیا ده
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، افغانستان اوس هغه پخوانی نه دی، بلکې پیاوړی پوځ لري خو په دې برخه کې لا هم د نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب د ریسنا په نوم هندي انسټیټیوټ په انلاین ناسته، چې د هند او ایران د بهرنیو چارو وزیران یې هم برخوال وو، د افغان سولې، د بهرنیو ځواکونو وتلو او سیمې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي محب له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته په کتو وویل چې افغانستان د نړیوالو ځواکونو حضور ته نه بلکې له افغان امنیتي ځواکونو سره د د دوی مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي دا هم زیاته کړه، چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره چمتوالی نیول شوی او په څو ورځو کې به یوه ډله په دې برخه کې په کار پيل وکړي.

غونډې ته د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر هم و ویل، چې هند د افغانانو په مشري د سولې له بهیره ملاتړ کوي خو په وینا یې افغانانو ته دې د دې اجازه ورکړل شي چې د سولې پروسه خپله پر مخ یوسي او دغه راز په اړه یې خپله پرېکړه وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان راتلونکی باید روښانه وي، تېر ته ګرځېدل باید نه وي او د سیمې او نړۍ هېوادونه باید له افغانانو سره سولې ته د رسېدو لپاره همکاري وکړي.

ښاغلي شنکر دا هم و ویل، چې هېواد یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو پرتله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو ډېر اندېښمن دی؛ ځکه وېره لري چې د دغو ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې د دوی لویې پروژې له ستونزو سره مخ شي.

دغه غونده کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ټینګار هم وکړ چې که طالبان فکر کوي چې افغانستان به نویمې لسیزې ته وګرځي، نا ممکنه ده.

هغه له طالبانو وغوښتل چې په خپل منځ کې اصلاحات راولي، د امارت خوبونه دې پرېږدي او سولې ته د رسېدو لپاره د مذاکرات پيل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي