۰

په دوه اوونیو کې به د بګرام اډه افغان ځواکونو ته وسپارل شي

سی شنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۸
راپورونه وايي، امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره نظامي اډه په دوو اونیو کې افغان پوځ ته سپاري.
په دوه اوونیو کې به د بګرام اډه افغان ځواکونو ته وسپارل شي
راپورونه وايي، امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره نظامي اډه په دوو اونیو کې افغان پوځ ته سپاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې افغان پوځ ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو لوجستیکي چارې پيل شوې دي.

ټاکل شوې چې دغه اډه په راتلونکو دوو اونیو کې افغان پوځ ته وسپارل شي.

په ملي دفاع وزارت کې هم یو شمېر سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې افغان ځواکونو ته د بګرام هوایي اډې د سپارلو چارې روانې دي.

ویل کېږي چې امریکا به په دغه اډه کې میلیونونه قطعې نظامي تجهیزات چې میلیاردونه ډالر ارزښت لري افغان پوځ ته وسپاري.

همدا راز د دغې اډې د راکیټو ضد دفاعي سیستم چې تر ټولو ګرانبیه بلل کېږي هم افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

د یادونې ده، چې امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل راهیسې تر اوسه پورې درې څلور پوځي اډې چې په کې د کندهار د هوايي ډګر اډه هم شامله ده افغان پوځ ته سپارلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي