۰

ښايي مسکو او واشنګټن ترکیې ته د کابل هوايي ډګر ساتنې مسوولیت سره موافقه وکړي

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۶
راپورونه وايي، مسکو او واشنګټن ښايي ترکیې ته د کابل د هوايي ډګر ساتنې مسوولیت سپارلو سره موافقه وکړي.
ښايي مسکو او واشنګټن ترکیې ته د کابل هوايي ډګر ساتنې مسوولیت سره موافقه وکړي
راپورونه وايي، مسکو او واشنګټن ښايي ترکیې ته د کابل د هوايي ډګر ساتنې مسوولیت سپارلو سره موافقه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه احتمال له هغې وروسته چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د نظامي او لوجیستیکي ملاتړ په صورت کې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو لپاره د خپلو پوځیانو د پرښودو خبره وکړه زیات شوی دی.

ټاس خبري اژانس د واشنګټن پوسټ په حواله ویلي، ښایي واشنګټن د ترکیې په دې کار خوښ شي خو په غیر شعوري توګه به دغه هېواد ته د دې اجازه ورکړي چې د نړۍ په یوه بله څنډه کې هم ځان ته د پښې ځای پیدا کړي.

د سرچینې په خبره، احتمالاً دغه چاره د روسیې لپاره هم مناسبه وي، ځکه دغه هېواد له روسیې سره د نظامي او ډیپلوماټیک تعامل اوږده تجربه لري.

ټاس اژانس وړاندې لیکي، امریکا او روسیه دواړه تر اوسه له ترکیې سره له شوي شراکته پښېمانه نه دي نو ښایي افغانستان کې د دغه هېواد له نظامي حضور سره هم ستونزه ونه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي