۰

افغانستان د روسي چارواکو د څرګندونو هرکلی وکړ

شنبی ۱۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۵
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د هغه دریځ هرکلی کړي، چې ویلي یې دي، روسیه په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل د خبرو اترو له لارې غواړي.
افغانستان د روسي چارواکو د څرګندونو هرکلی وکړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د هغه دریځ هرکلی کړي، چې ویلي یې دي، روسیه په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل د خبرو اترو له لارې غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، افغان حکومت سره له دې، چې د دوحې د تړون مستقیم طرف نه و، خو بیا یې د شپږ زره زندانیانو په خلاصون سره خپلې ټولې ژمنې عملي کړې دی.

د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د خبر اترو له لارې د ستونزو او اختلافاتو پر حل ټینګار کړی ویلي یې دي، چې طالبان باید د سولې مانا لرونکو خبرو ته حاضر شي او په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

خو په وینا یې سره له دې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په وتو دي، خو طالبانو نه یوازې بریدونه کم کړي نه دي، بلکې لا یې زور ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړي، چې افغان حکومت د تېرو کلونو د لاس ته راوڼو د ساتنې لپاره د سیمه ییزه او نړیوالو له همکاریو مننه کوي او ټینګار کوي، چې د ملګرو ملتونو د ۲۵۱۳ پرېکړه لیک پاڼې د عملي کولو لپاره دې یوه نړیواله کمېټه جوړه شي.

خبرپانه کې ویل شوي، د دغه کمېټې په جوړېدو او نظارت سره به روښانه شي، چې طالبان سولې ته د رسېدو په برخه کې پر خپله هېڅ ژمنه عمل نه دی کړي، بلکې تاوتریخوالی یې لا زیات کړی دی.

د یادونې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا پرون مسکو کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالي د افغانستان وضعیت خراب کړی او دې کار د ټولې منځنی آسیا هېوادونه اندېښمن کړي دي.

نوموړي ویلي، چې د مرکزي آسیا هېوادونو سره پر پوله د افغانستان د ولایتونو امنیتي وضعیت خرابېدو اندېښنې زیاتې کړې او دا کار به سیمه کې د افغان ګډوالو د زیاتېدو سبب شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت او طالبانو غوښتي، چې نور جګړې ته د پای ټکی کېږي او سولې ته د رسېدو لپاره مانا لرونکې خبرې پیل کړي.

ماریا زخرووا ټینګار کړی، چې د جګړې ښکېل لوري د سولې مذاکراتو ته په کړیو ژمنو عمل وکړي، او د رښتینې سولې لپاره نه یوزاې خبرې بلکې عملي اقدامات د وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل




 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي