۰

د افغان ځواکونو لیکو ته د جلب و جذب لېوالتیا زیاته شوې

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۵
چارواکي وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته د افغانانو د جلب او جذب لېوالتیا زیاته شوې او ولسمشر غني یې مننه کړې.
د افغان ځواکونو لیکو ته د جلب و جذب لېوالتیا زیاته شوې
چارواکي وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته د افغانانو د جلب او جذب لېوالتیا زیاته شوې او ولسمشر غني یې مننه کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ولسمشر پرون سه شنبې د زمري ۱۹ مه په امنیتي غونډه کې د افغان ځواکونو لیکو سره د خلکو د یو ځای کېدو د مننې تر څنګ ټینګار وکړ، چې دا پروسه باید چټکه شي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د غونډې په پیل کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو د وسله وال پوځ لیکو ته د جلب او جذب په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر، د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د ځواکونو د اکمالاتو او تجهیز په اړه عاجل اقدامات وکړي.

ولسمشر داسې مهال د افغان ځواکونو په ليکو کې د جلب او جذب د چټکتيا سپارښتنه وشوه چې د بل هر وخت په پرتله جګړو زو اخیستی او طالبانو د ولسوالیو تر لاندې کولو وروسته اوس د ولایتونو نیولو ته شروع کړې ده.

د جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي