۰

کابل کې څلور تنه انسان تښتونکي نیول شوي دي

شنبی ۱۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۷
د افغانستان اسلامي امارت وايي، مجاهدینو یې کابل ښار کې څلور تنه انسان تښتونکي د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.
کابل کې څلور تنه انسان تښتونکي نیول شوي دي
د افغانستان اسلامي امارت وايي، مجاهدینو یې کابل ښار کې څلور تنه انسان تښتونکي د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه انسان تښتونکي پرون د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا نیول شوي دي.

د هغه په وینا مجاهدینو د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند دویم سړک په مربوطاتو کې یو لړ کشفي عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې څلور تنه انسان تښتوونکي ژوندي نیول شوي دي.

ښاغلي مجاهد په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي پرون د پغمان ولسوالۍ اړوند د قلعه حیدرخان په سیمه کې هم یو شمېر غله د طالبانو خوا نیول شوي دي.

راپورونه وايي، دغه غلو د طالبانو له نوم او لباس څخه په استفادې څو باروړونکي موټر له سړکه ګرځولي او توکي یې ترې اخیستل، چې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو مسوول قاري سعید خوستی وايي، دوی په تېرو څو ورځو کې لسګونه غله او اختطافچیان نیولي، چې پر ځینو عدالت تطبیق شوی او پر نورو د عملي کېدو په حال کې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي