ځینې طالب سرچینې وايي، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې لنډه وینا کړې ده، چې ډېر ژر به د الجزیرې تلوېزیوني شبکې له لارې خپره شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، ښاغلي اخندزاده پرون شنبې د لړم ۸ مه ناوخته د کندهار ښار د نهمې ناحیې د حکمیه په نوم یوه مدرسه کې دغه وینا کړې ده.
په کندهار کې د طالبانو یوه مطبوعاتي مسوول رحمت الله نړیوال رسنیو ته دا خبر تایید کړی او وایي د هبتالله اخندزاده وینا غږیزه بڼه لري او ډېر ژر به د الجزیرې تلوېزیوني شبکې له لارې خپره شي.
تر اوسه پورې داسې کومه ویډو نه ده خپره شوې، چې وښيي د طالبانو مشر حکمیه مدرسې ته تللی او هلته یې وینا کړې، خو دا پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی، چې د دوی مشر وینا کوي.
مخکې داسې راپورونه وو، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده شاوخوا دوه کاله مخکې بلوچستان ایالت کې د یوه برید پر مهال وژل شوی دی، خو طالبانو په وار وار دا خبر رد کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل